4 خو بادشاه په يوآب باندې دا حُکم ومنلو. نو يوآب لاړو او هغه د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې وګرځېدو او يروشلم ته واپس راغلو.
يوآب جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې بنى اِسرائيليان د هغې نه يو په سل زيات کړى چې څومره اوس دى. هغوئ ټول ستا نوکران دى. تۀ ټول قوم ولې مجرم کول غواړې؟“
هغۀ داؤد بادشاه د دې نه خبر کړو او د هغه ټولو سړو شمېر دا وو چا چې جنګ کولے شو: په بنى اِسرائيلو کښې يوولس لاکه او په يهوداه کښې څلور لاکه او اويا زره.
خو دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې او د بادشاه حُکم يې ونۀ منلو او هغوئ نران ماشومان ژوندى پرېښودل.
ځکه چې د بادشاه خبره وزن وى او هيڅ څوک ترې نه دا تپوس نۀ شى کولے چې، ”تۀ څۀ کوې؟“
اے بادشاه سلامت، خو کۀ چرې هغه مونږ ستا نه بچ هم نۀ کړى، خو تۀ په دې پوهه شه چې مونږ به نۀ ستا د معبودانو عبادت او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت وکړُو کومه چې تا ودرولې ده.“
خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.