29 د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربانګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې،
په دې دوران کښې، داؤد صدوق اِمام او د هغۀ ملګرى اِمامان د جبعون د عبادت په ځائ کښې د مالِک خُدائ په مقدسه خېمه کښې مقرر کړل.
نو د دې په وجه داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړې ده، نو هغۀ د اُرنان په درمند کښې په قربانګاه باندې قربانۍ پېش کړې.
خو داؤد د دې جوګه نۀ وو چې هلته لاړ شى او د خُدائ پاک عبادت وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ د فرښتې د تُورې نه يرېدو.
نو سليمان په جبعون کښې د عبادت د ځائ نه لاړو، چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه وه او يروشلم ته راواپس شو. هلته هغۀ په اِسرائيل حکومت کولو.
هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه.