28 نو د دې په وجه داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړې ده، نو هغۀ د اُرنان په درمند کښې په قربانګاه باندې قربانۍ پېش کړې.
چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.
مالِک خُدائ هغه فرښتې ته وفرمائيل چې خپله تُوره په کاش کښې واپس کېږده او فرښتې حُکم ومنلو.
د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربانګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې،