Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 21:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 هغۀ هلته د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې يې ورباندې پېش کړې. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړه او په قربان‌ګاه باندې د نذرانو سوزولو دپاره مالِک خُدائ د آسمان نه اور راولېږلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 21:26
18 Iomraidhean Croise  

نو تاسو خپل خُدائ ته سوال وکړئ او زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او چې په جواب کښې کوم يو خُدائ اور راولېږى، نو هغه رښتونے خُدائ پاک دے.“ خلقو چغې کړې چې، ”تۀ ټيک وائې.“


نو مالِک خُدائ اور نازل کړو او دې اور نذرانه، لرګى او کاڼى وسوزول، زمکه يې اوچه کړه او په هغه کنده کښې يې اوبۀ اوچې کړې.


مالِک خُدائ هغه فرښتې ته وفرمائيل چې خپله تُوره په کاش کښې واپس کېږده او فرښتې حُکم ومنلو.


نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو.


کله چې سليمان بادشاه خپله دُعا ختمه کړه نو د آسمان نه اور راکوز شو او کومې نذرانې چې پېش کړے شوې وې هغه يې وسوزولې او د خُدائ پاک کور د مالِک خُدائ د حضور د جلال نه ډک شو.


اے مالِکه خُدايه زما شونډې خلاصې کړه، او زۀ به په خپله خولۀ ستا ثناء صِفت وکړم.


هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.


د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ، په مقدس غر باندې د هغۀ عبادت وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مقدس دے.


مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.


د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.


د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.


ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور په قربان‌ګاه باندې د وازګې والا حِصې او سوزېدونکې نذرانه پوره وسوزوله. چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ ټولو چغې کړې او سجده يې وکړه.


کله چې تباهى بس شوه، نو هارون د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ ته راواپس شو.


په کوم وخت کښې چې د قربان‌ګاه نه لمبې ختلې، نو منوحه او د هغۀ ښځې وليدل چې د مالِک خُدائ فرښته د اور په لمبو کښې بره آسمان ته وختله او منوحه او د هغۀ ښځه پړمخې په زمکې پرېوتل. خو هغوئ هغه سړے بيا ونۀ ليدو نو هغوئ ته پته ولګېده چې دا د مالِک خُدائ فرښته وه.


بيا د مالِک خُدائ فرښتې چې کومه امسا نيولې وه د هغې سر يې د غوښې او روټۍ سره ولګولو. د ګټ نه اور راووتلو او غوښه او روټۍ يې وسوزوله. فرښته بيا پناه شوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan