Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 21:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 اُرنان ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا واخله او چې څۀ دې خوښه وى هغه وکړه. دا غوَيى دې د نذرانې په توګه په قربان‌ګاه باندې وسوزولې شى، د درمند دا تختې دې د خشاک په توګه استعمال شى او د نذرانې ورکولو دپاره دا غنم دى. دا هر څۀ زۀ تا له درکوم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 21:23
8 Iomraidhean Croise  

بيا اليشع د خپلې قلبې غوَيو له لاړو او حلال يې کړل او د دې غوښه يې پخه کړه، د جغ نه يې د خشاک کار واخستو. هغۀ غوښه خلقو له ورکړه او هغوئ وخوړله. بيا هغه الياس پسې د هغۀ د نوکر په شان لاړو.


داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“


خو بادشاه جواب ورکړو، ”نه، زۀ به تا له پوره قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ ته داسې يوه نذرانه نۀ پېش کوم چې هغه ما ته مفت مِلاو شوې وى يا هغه ستا وى.“


نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنم‌ايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه.


ګاډۍ د يو سړى پټى ته راغله چې نوم يې يشوَع وو، هغه په بيت‌شمس کښې اوسېدو او ګاډۍ د يو غټ ګټ سره نزدې ودرېده. ليويانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه صندوق راکوز کړو چې د سرو زرو نمونې په کښې وې او په هغه غټ ګټ باندې يې کېښودل. خلقو د لرګى ګاډۍ ټوټې ټوټې کړه او غواګانې يې حلالې کړې او د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې مالِک خُدائ ته پېش کړې. بيا د بيت‌شمس خلقو نورې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan