Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 21:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 21:22
8 Iomraidhean Croise  

چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پوره قيمت ورکړم او تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“


چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.


او تپوس يې وکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دلته د څۀ دپاره راغلې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې ستا درمند واخلم او مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړم، دا د دې دپاره چې وبا ودريږى.“


يوه ورځ اخى‌اب نبوت ته ووئيل، ”د انګورو باغ دې ما له راکړه، دا زما د محل سره نزدې دے او زۀ د دې زمکې نه د سبزۍ باغ جوړول غواړم. زۀ به تا له د دې نه ښۀ د انګورو باغ درکړم، يا کۀ تۀ وائې نو زۀ به د دې قيمت درکړم.“


څنګه چې اُرنان داؤد بادشاه وليدو چې راورسېدو، نو هغه د درمند نه لاړو او د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله.


اُرنان ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا واخله او چې څۀ دې خوښه وى هغه وکړه. دا غوَيى دې د نذرانې په توګه په قربان‌ګاه باندې وسوزولې شى، د درمند دا تختې دې د خشاک په توګه استعمال شى او د نذرانې ورکولو دپاره دا غنم دى. دا هر څۀ زۀ تا له درکوم.“


هغه د مړو او ژوندو په مينځ کښې ودرېدلو او تباهى بس شوه.


او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan