21 څنګه چې اُرنان داؤد بادشاه وليدو چې راورسېدو، نو هغه د درمند نه لاړو او د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله.
چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.
هلته په درمند کښې اُرنان او د هغۀ څلورو زامنو غنم غوبل کول او کله چې هغوئ فرښته وليده، نو د هغۀ زامنو منډه کړه او پټ شول.
داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“
په کوم وخت کښې چې د قربانګاه نه لمبې ختلې، نو منوحه او د هغۀ ښځې وليدل چې د مالِک خُدائ فرښته د اور په لمبو کښې بره آسمان ته وختله او منوحه او د هغۀ ښځه پړمخې په زمکې پرېوتل. خو هغوئ هغه سړے بيا ونۀ ليدو نو هغوئ ته پته ولګېده چې دا د مالِک خُدائ فرښته وه.
کله چې ابىجيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو