20 هلته په درمند کښې اُرنان او د هغۀ څلورو زامنو غنم غوبل کول او کله چې هغوئ فرښته وليده، نو د هغۀ زامنو منډه کړه او پټ شول.
داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او لاړو، هم هغه شان کار يې وکړو چې څنګه ورته جاد وئيلى وُو.
څنګه چې اُرنان داؤد بادشاه وليدو چې راورسېدو، نو هغه د درمند نه لاړو او د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله.
بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى.