2 نو داؤد يوآب او نورو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”د بنى اِسرائيل مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې وګرځئ او خلق وشمېرئ. ما له تفصيل راوړئ چې پته راته ولګى چې خلق څومره دى.“
بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله،