18 د مالِک خُدائ فرښتې جاد ته وفرمائيل چې داؤد ته ووايه چې هغه د مالِک خُدائ دپاره د اُرنان په درمند کښې يوه قربانګاه جوړه کړى.
هم په هغه ورځ جاد داؤد له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”د اروناه درمند ته وخېژه او مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه.“
نو جاد داؤد له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې په دې کښې يوه خبره خوښه کړه:
بيا هغۀ د يروشلم د تباه کولو دپاره يوه تباه کوونکى فرښته راولېږله، خو د تباهۍ نه لږ مخکښې مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او د مرګ فرښتې ته يې وفرمائيل، ”بس کړه، دا تباهى کافى ده.“ هغه فرښته د يو يبوسى اُرنان د درمند سره ولاړه وه.
داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او لاړو، هم هغه شان کار يې وکړو چې څنګه ورته جاد وئيلى وُو.
نو داؤد وفرمائيل، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې د مالِک خُدائ، د خُدائ پاک کور وى. دلته به هغه قربانګاه وى چرته چې بنى اِسرائيليان سوزېدونکې نذرانې پېش کوى.“
نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو.