اول تواريخ 21:15 - Pakistani Yousafzai Pashto15 بيا هغۀ د يروشلم د تباه کولو دپاره يوه تباه کوونکى فرښته راولېږله، خو د تباهۍ نه لږ مخکښې مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او د مرګ فرښتې ته يې وفرمائيل، ”بس کړه، دا تباهى کافى ده.“ هغه فرښته د يو يبوسى اُرنان د درمند سره ولاړه وه. Faic an caibideil |
”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.
هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.