اول تواريخ 21:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 داؤد جاد ته وفرمائيل، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. ما دې ته مۀ پرېږده چې د انسانانو لاسونو ته حواله شم. زۀ دې مالِک خُدائ ته حواله شم، ځکه چې د هغۀ رحم ډېر لوئ دے.“ Faic an caibideil |
د مالِک خُدائ يو پېغمبر چې نوم يې عوبېد وو، هغه د سامريه په ښار کښې اوسېدو. کله چې د اِسرائيل لښکر د يهوداه د قېديانو سره واپس راروان وو نو چې هغوئ ښار ته په ننوتلو وُو نو عوبيد هغوئ له د مِلاوېدو دپاره ور ووتلو او عوبيد ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک د يهوداه خلقو ته غصه وو او ستاسو په ذريعه يې هغوئ له شکست ورکړو، خو چې تاسو هغوئ څومره په بېرحمۍ سره حلال کړى دى نو خُدائ پاک د هغې نه خبر شوے دے.
”کۀ هر څوک، سړے يا ښځه، د دعوت نه بغېر دننه د بادشاه دربار ته لاړ شى، نو هغه کس به وژلے شى، دا يو قانون دے، د بادشاه د مشيرانو نه واخله په صُوبو کښې د خلقو پورې هر يو کس د دې نه خبر دے. د دې قانون نه د بچ کېدو صِرف يوه لار ده، کۀ بادشاه يو کس ته خپله د سرو زرو امسا اوږده کړى، نو د هغه کس ژوند به بچ شى. خو د دې يوه مياشت وشوه چې بادشاه زۀ راغوښتے نۀ يم.“
”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“
هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.