Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 21:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 شېطان غوښتل چې په بنى اِسرائيلو باندې مصيبت راولى، نو هغۀ داؤد ولمسولو چې يوه مردم‌شمارى وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 21:1
18 Iomraidhean Croise  

دا درې کوم چې داؤد او د هغۀ سړو وژلى وُو، هغوئ د جات د دېوانو اولاد وو.


د ضروياه زوئ يوآب مردم‌شمارى شروع کړه، خو مکمله يې نۀ کړه. خُدائ پاک د مردم‌شمارۍ په وجه بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه، نو ځکه د داؤد بادشاه په سرکارى حِساب کِتاب کښې د هغې آخرى تعداد ونۀ ليکلے شو.


دا ټول د آشر اولاد وو. هغوئ د خپلو ډلو اولنى مشران، تکړه او مشهور جنګيالى او داسې مشران وُو چې مثال يې نۀ وو. د آشر په اولاد کښې شپږويشت زره داسې سړى وُو چې د فوجى کار کولو قابل وُو.


يو ځل آسمانى مخلوق راغلو چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.


”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى کوې، نو هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردم‌شمارى کيږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى.


بيا هغۀ ما ته يشوَع مشر اِمام وښودلو چې د مالِک خُدائ د فرښتې په وړاندې ولاړ وو، او اِلزام لګوونکے يعنې شېطان د هغۀ په ښى طرف ولاړ وو چې په هغۀ اِلزام ولګوى.


بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“


کله چې عيسىٰ د کوره بهر شو نو فريسيانو او د شرعې عالمانو دا کوشش وکړو چې د هغۀ سخت مخالفت شروع کړى او د دۀ نه بې‌واره بې‌واره تپوسونه وکړى،


شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى.


د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى.


خو پطروس ووئيل چې، ”حنانياس، دا شېطان درباندې څنګه غالب شو چې تۀ روحُ القُدس ته دروغ وائې او د زمکې د قيمت څۀ حِصه دې ځان ته پرېښوده؟


او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو.


د آزمېښت په وخت کښې دې څوک هم داسې نۀ وائى چې، ”زۀ خُدائ پاک ووآزمائيلم،“ ځکه چې خُدائ پاک څوک هم په ګناه نۀ آزمائى او نۀ هغه څوک په آزمېښت کښې اچوى.


بيا ما په آسمان کښې يو اوچت آواز واورېدو چې داسې يې وئيل چې، ”اوس خلاصون، قُدرت او زمونږ د خُدائ پاک بادشاهى او د هغۀ د مسيح اختيار راغلے دے، ځکه چې زمونږ په وروڼو اِلزام لګوونکى چې شپه او ورځ زمونږ د خُدائ پاک په مخکښې په هغوئ اِلزام لګوى، نو هغه د آسمان نه سر د لاندې راغورزولے شوى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan