Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 20:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 کله چې هغۀ په بنى اِسرائيلو پورې ټوقې وکړې، نو يونتن هغه ووژلو، يونتن د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 20:7
9 Iomraidhean Croise  

د يَسى اووۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب باندې هغوئ داسې وُو: اِلياب، ابينداب، سِمعه،


په جات کښې يو بل جنګ وشو، چې په دې جنګ کښې يو دېو وو چې د هر لاس يې شپږ ګوتې او د هرې پښې يې هم شپږ ګوتې وې. هغه د پخوانو دېوانو اولاد وو.


دا درې کوم چې داؤد او د هغۀ سړو وژلى وُو، هغوئ د جات د دېوانو اولاد وو.


د داؤد بادشاه ترۀ يونتن يو تکړه مشير او عالِم وو. هغه او د حکمونى زوئ يحى‌ايل د بادشاه د زامنو د تعليم ذمه وار وُو.


تا چا پورې خندا وکړه او د چا بې‌عزتى دې وکړه؟ تا د چا خلاف آواز اوچت کړو؟ تا چا ته د غرور په نظر وکتل؟ دا د بنى اِسرائيلو مقدس ذات وو.


يَسى بيا سِمعه راوستلو. نو سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دے هم نۀ دے خوښ کړے.“


زۀ وايم چې نن د بنى اِسرائيلو په لښکر کښې داسې څوک شته چې زما سره جنګ وکړى ما له داسې سړے راکړئ چې مونږ دواړه جنګ وکړُو.“


داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بې‌عزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“


ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan