5 د فلستيانو سره يو بل جنګ وشو او د يائير زوئ اِلحنان لحمى ووژلو، لحمى د جات د جوليت ورور وو، او د هغۀ د نېزې لاسکے د کوټې د تير هومره مضبوط وو.
د فلستيانو سره يو بل جنګ په جوب کښې وشو او د بيتلحم د يائير زوئ اِلحنان د جات جوليت ووژلو چې د هغۀ نېزه د کوټې د ستنې په شان غټه وه.
هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو لوئ سړے چې تقريباً دوه نيم ګزه لوړ وو، د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په هغې باندې يې ووژلو.
په جات کښې يو بل جنګ وشو، چې په دې جنګ کښې يو دېو وو چې د هر لاس يې شپږ ګوتې او د هرې پښې يې هم شپږ ګوتې وې. هغه د پخوانو دېوانو اولاد وو.
بيا د فلستيانو د خېمو نه يو تکړه سړے راووتلو، هغه سړے د جات وو او نوم يې جوليت وو. هغه د درېو ګزو نه لوړ وو.
د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. او د دې د اوسپنې سر تقريباً اووۀ کلو وو. د هغۀ ډال به هغه فوجى وړلو چې د هغۀ نه مخکښې به روان وو.
اخيمُلک ورته ووئيل، ”زما سره د فلستى جوليت تُوره ده، کوم چې تا د ايله په مېدان کښې وژلے وو، د دې پېش بند نه وروستو په کپړه کښې تاو ده. کۀ تۀ غواړې نو راوايخله، صِرف هم دغه يوه وسله شته.“ داؤد ورته وفرمائيل، ”رايې کړه. د دې نه ښۀ وسله نشته.“
اخيمُلک د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې داؤد څۀ وکړى او بيا هغۀ داؤد له خوراک او د جوليت فلستى تُوره ورکړه.“