Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 20:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په ورپسې سپرلى کښې، د کال په هغه وخت کښې چې بادشاهان عموماً د جنګ دپاره ځى، يوآب لښکر روان کړو او د عمون مُلک يې تباه کړو، اګر چې داؤد بادشاه په يروشلم کښې ايسار وو. هغوئ د ربه ښار محاصره کړو او په دې يې حمله وکړه او تباه يې کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 20:1
15 Iomraidhean Croise  

په سپرلى کښې د کال په کوم وخت چې بادشاهان اکثر جنګ له ځى، داؤد يوآب د هغۀ آفسران او د بنى اِسرائيلو لښکر ولېږلو، هغوئ عمونيانو له شکست ورکړو او د ربه ښار يې محاصره کړو. خو داؤد په خپله په يروشلم کښې ايسار شو.


کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمى‌اېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.


بيا پېغمبر اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”واپس لاړ شه او خپل فوجيان تيار کړه او صحيح منصوبې جوړې کړه، ځکه چې د شام بادشاه به په راتلونکى سپرلى کښې بيا حمله کوى.“


په ورپسې سپرلى کښې هغۀ خپل سړى راوغوښتل او د هغوئ سره افيق ښار ته روان شو چې په اِسرائيل حمله وکړى.


اليشع مړ شو او ښخ شو. هر کال به د سپرلى په موسم کښې د موآبيانو لښکر د اِسرائيل په مُلک حمله کوله.


کله چې هغه بادشاهانو ته پته لګېده کوم چې د هدد‌عزر د بادشاهۍ لاندې وُو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ د داؤد سره د امن تړون وکړو او د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل. شاميانو بيا هيڅکله دا ونۀ غوښتل چې د عمونيانو مدد وکړى.


ما لوهار پېدا کړے دے، څوک چې د هوا په ذريعه سکارۀ ګرموى او وسله جوړوى. د تباهۍ دپاره ما تباه کار هم پېدا کړى دى.


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


د تُورې دپاره يوه لاره په ګوته کړئ چې د عمونيانو د ربه ښار خلاف راشى او بله د يهوداه او د يروشلم پوخ ښار خلاف راشى.


زۀ به د ربه ښار نه د اوښانو د څرن ځائ جوړ کړم او د عمون نه به د ګډو شپول جوړ کړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


نو زۀ به د ربه په دېوالونو اور نازل کړم، او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى. د جنګ په ورځ به د جنګ دغه شان چغې اورېدے شى، لکه د طوفان په ورځ چې تېزه سيلۍ وى.


عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan