9 د حصرون درې زامن يرحمئيل، رام او کلوبى وُو.
د رام نه تر يَسى پورې نسبنامه داسې ده: رام، عمىنداب، نحشون چې دا د يهوداه د قبيلې يو مشر سړے وو،
د حصرون د مرګ نه پس، د هغۀ زوئ کالب اِفرات وادۀ کړه، چې د هغۀ د پلار کونډه وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې اشور وو، چې دې د تقوع پلار وو.
د حصرون د مشر زوئ يرحمئيل پينځۀ زامن وُو: د ټولو نه مشر رام وو او ورپسې بونه، اورن، عوضم او اخياه وُو.
د يرحمئيل د ورور د کالب د مشر زوئ نوم ميسا وو. ميسا د زيف پلار وو، چې دې د مريسه پلار وو چې هغه د حبرون پلار وو.
د ايتان يو زوئ عزرياه وو.
او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو.
هغه د اُردن په ټوله سيمه کښې ګېرچاپېره وګرځېدو او دا بيان يې کولو چې د توبې بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.
اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.