Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 2:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د هغۀ د ورور زارح پينځۀ زامن وُو: زِمرى، ايتان، هيمان، کل‌کُول او دردع.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 2:6
7 Iomraidhean Croise  

هغه د ټولو خلقو نه زيات هوښيار وو، هغه د ازراحى ايتان، د محول د زامنو هيمان، کل‌کُول او دردع نه زيات هوښيار وو او د هغۀ مشهورتيا په ګېرچاپېره ټولو مُلکونو کښې خوره شوه.


او سليمان حيرام له دوه زره ټنه غنم او څلور لاکه کلو سوچه د زيتُونو تېل ورکړل نو د هغۀ د محل د خلقو د هر کال د خوراک بندوبست وشو.


د فارص دوه زامن حصرون او حمول وُو.


د زارح د اولاد نه يو کس د کرمى زوئ عکن په بنى اِسرائيلو باندې ځکه افت راوستلو چې کوم مالِ غنيمت خُدائ پاک ته وقف شوے وو نو په هغې کښې يې خيانت وکړو.


اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.


خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan