Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 2:55 - Pakistani Yousafzai Pashto

55 او کومې قبيلې چې په ليکلو کښې ماهِران وُو هغوئ په يعبيض کښې اوسېدل: هغوئ تِرعايان، سِمعيان او سوکاتيان وُو. هغوئ د حمات د قينيانو اولاد وو. حمات د ريکاب د خاندان پلار نيکۀ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 2:55
11 Iomraidhean Croise  

ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو.


سلما د بيت‌لحم، د نطوفاتى، عطرات‌بيت‌يوآب او صُرعى د خلقو پلار نيکۀ وو، چې صُرعى په مانحت کښې د دوو ډلو نه يوه وه،


چې کله داؤد په حبرون کښې وو نو د عُمر په ترتيب يې دا زامن پېدا شوى وُو: امنون، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه. دانيال، چې د هغۀ مور د کرمل ابى‌جيل وه. ابى‌سلوم، چې د هغۀ مور معکه وه او معکه د جسور د تلمى بادشاه لور وه. ادونياه، چې د هغۀ مور حجيت وه. سفطياه، چې د هغۀ مور ابيطال وه. اِترعام، چې د هغۀ مور عِجلاه وه.


عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.


نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، د يوندب د ريکاب د زوئ په خاندان کښې به همېشه يو سړے داسې وى چې زما خِدمت به کوى.“


تاسو څنګه دا وايئ چې، مونږ ټول هوښياران يُو ځکه چې مونږ سره د مالِک خُدائ شريعت موجود دے؟ او حال دا چې د شريعت عالمانو په خپلو دروغو سره اصلى شريعت بدل کړے دے.


د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.


په دې دوران کښې قينى حِبر په ضعننيم کښې د څېړۍ ونې سره نزدې د قادِس سره خپله خېمه لګولې وه. هغه د نورو قينيانو نه لرې تلے وو، چې هغوئ د موسىٰ د اوخى حوباب اولاد وو.


هغۀ قينيانو له خبردارے ولېږلو چې، ”د عماليقيانو نه لاړ شئ نو چې داسې زۀ تاسو د هغوئ سره نۀ تباه کوم، ځکه چې تاسو په هغه وخت کښې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې مِهربانه شوئ کله چې هغوئ د مِصر نه راوتل.“ نو قينيان د عماليقيانو نه لاړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan