Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 2:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 سلما د بيت‌لحم، د نطوفاتى، عطرات‌بيت‌يوآب او صُرعى د خلقو پلار نيکۀ وو، چې صُرعى په مانحت کښې د دوو ډلو نه يوه وه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 2:54
12 Iomraidhean Croise  

سوبل، چا چې د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو، هغه د هرائى د خلقو او د هغه نيمو خلقو پلار نيکۀ وو چې څوک د منوخوت په ښار کښې اوسېدل،


او کومې قبيلې چې په قِريَت‌يعريم کښې وې دا دى: اِتريان، فُوتيان، سماتيان او مِسراعيان. د صُرعه او استاول ښارونو خلق د دې قبيلو کسان وُو.


او کومې قبيلې چې په ليکلو کښې ماهِران وُو هغوئ په يعبيض کښې اوسېدل: هغوئ تِرعايان، سِمعيان او سوکاتيان وُو. هغوئ د حمات د قينيانو اولاد وو. حمات د ريکاب د خاندان پلار نيکۀ وو.


د ليويانو کورَنو سندرغاړى د هغه علاقې نه راغونډ شول چرته چې هغوئ اوسېدل. هغوئ د يروشلم ګېرچاپېره علاقې نه او د نطوفه نه ګېرچاپېره د وړو ښارونو نه،


د کومو خلقو پلار نيکۀ چې په دې ښارونو کښې اوسېدل هغوئ هم راواپس شول: بيت‌لحم او نطوفه، يو سل او اتۀ اتيا کسان، عنتوت، يو سل او اتۀويشت کسان، بيت‌عزماوت، دوه څلوېښت کسان، قِريَت‌يعريم، کفيره او بيروت، اووۀ سوه او درې څلوېښت کسان، راما او جبعه، شپږ سوه او يوويشت کسان، مِکماس، يو سل او دوويشت کسان، بيت‌ايل او عى، يو سل او درويشت کسان، د بل نبو دوه پنځوس کسان، د بل عيلام يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، حارِم، درې سوه او شل کسان، يريحو، درې سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، لد، حاديد او اونو، اووۀ سوه او يوويشت کسان، سناآه، درې زره نهۀ سوه او دېرش کسان.


د بيت‌ايل نه دا لوز ته تلے وو او عطارات ادار ته رسېدلے وو، چرته چې ارکيان اوسېدل.


ډېر پخوا، چې کله قاضيانو په بنى اِسرائيلو حکومت کولو نو په هغه مُلک کښې قحط راغلو. يو سړے اِلى‌مَلِک، چې افراتے وو، هغه د يهوداه په بيت‌لحم کښې اوسېدو، د خپلې ښځې نعومى او د دوو زامنو محلون او کِليون سره موآب ته د څۀ وخت دپاره لاړو. دوئ لا هلته اوسېدل


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan