52 سوبل، چا چې د قِريَتيعريم ښار جوړ کړے وو، هغه د هرائى د خلقو او د هغه نيمو خلقو پلار نيکۀ وو چې څوک د منوخوت په ښار کښې اوسېدل،
د هغۀ دوېم زوئ ساما چا چې د بيتلحم ښار جوړ کړے وو او د هغۀ درېم زوئ خارف چا چې د بيتجادر ښار جوړ کړے وو.
او کومې قبيلې چې په قِريَتيعريم کښې وې دا دى: اِتريان، فُوتيان، سماتيان او مِسراعيان. د صُرعه او استاول ښارونو خلق د دې قبيلو کسان وُو.
سلما د بيتلحم، د نطوفاتى، عطراتبيتيوآب او صُرعى د خلقو پلار نيکۀ وو، چې صُرعى په مانحت کښې د دوو ډلو نه يوه وه،
سوبل د رياياه پلار وو، چې دا د يحت پلار وو، چې هغه د اخومى او د لاهد پلار وو، کوم چې د هغه خلقو پلار نيکۀ وو چې په صُرعه کښې اوسېدل.
نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَتيعريم.