Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 2:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 وروستو يې دوه نور زامن پېدا شول: شعف، چا چې د مدمنه ښار جوړ کړے وو، او سِوا، چا چې د مکبينه او جبعه ښارونه جوړ کړى وُو. د دې نه علاوه د کالب يوه لور وه چې نوم يې عکسه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 2:49
8 Iomraidhean Croise  

نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“


د يرحمئيل د ورور د کالب د مشر زوئ نوم ميسا وو. ميسا د زيف پلار وو، چې دې د مريسه پلار وو چې هغه د حبرون پلار وو.


د کالب يوه وينځه معکه هم وه، چې د هغې نه يې دوه زامن وُو، شبر او تِرحنه.


دا هم د کالب اولاد وو. حُور د کالب او د هغۀ د ښځې اِفرات مشر زوئ وو. د حُور زوئ سوبل د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو.


د مدمينه خلق وتښتېدل او جيبيم خلق د پناه دپاره منډې وهى.


کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې کوم سړے د قِريَت‌سِفر په قبضه کولو کښې کامياب شى.“


صِقلاج، مدمنه، سنسناه،


قين، جبعه او تمنت، يعنې لس ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan