Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 2:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د يهوداه د خپلې اِنږور تامار نه دوه زامن فارص او زارح وُو. نو د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 2:4
14 Iomraidhean Croise  

بيا يهوداه خپلې اِنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه او تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل وروڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه او د خپل پلار په کور کښې اوسېده.


د فارص دوه زامن حصرون او حمول وُو.


دا د يهوداه څۀ اولاد دے: فارص، حصرون، کرمى، حُور او سوبل.


د يهوداه د قبيلې لس کم اووۀ سوه خاندان داسې وُو چې لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل. په دې کښې د يهوداه د قبيلې د فارص اولاد د قبيلې مشر عوتى وو، چې د عميهود زوئ او د عُمرى نمسے وو. د هغۀ په پلار نيکۀ کښې اِمرى او بانى شامل وُو. د يهوداه زوئ سيله د قبيلې مشر عساياه وو، چې هغه د خپل خاندان مشر وو. د يهوداه زوئ زارح د قبيلې مشر يعى‌ايل وو.


د يهوداه قبيلې د زارح د قبيلې د مشيزب‌ايل زوئ فتحياه د فارس په دربار کښې د بنى اِسرائيلو نمائندګى کوله.


د يهوداه قبيلې کسان دا دى: د زکرياه نمسے او د عُزياه زوئ عتاياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امرياه، سفطياه او محلل‌اېل شامل وُو، چې د يهوداه زوئ د فارص اولاد وو.


زارح او ساؤل.


او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو.


زوئ د عمى‌نداب، زوئ د ادمين، زوئ د ارنى، زوئ د حصرون، زوئ د فارص، زوئ د يهوداه،


او د دې ځوانې ښځې نه چې مالِک خُدائ کوم بچى درکړى هغوئ دې ستا خاندان د فارص د خاندان په شان جوړه کړى، چې هغه د يهوداه او تامار زوئ وو.“


دا د فارص اولاد دے، حصرون زوئ د فارص وو، رام زوئ د حصرون، عمى‌نداب زوئ د رام، نحشون زوئ د عمى‌نداب، سلمون زوئ د نحشون، بوعز زوئ د سلمون، عوبيد زوئ د بوعز، يَسى زوئ د عوبيد او داؤد زوئ د يَسى وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan