31 افائم د يسعى پلار وو، يسعى د سيسان پلار وو او سيسان د اخلى پلار وو.
د ابيسُور د ورور ندب دوه زامن سلد او افائم وُو، خو د سلد اولاد نۀ وو او مړ شو.
د سمى د ورور يدع دوه زامن يتر او يونتن وُو، خو يتر بغېر د زامنو نه مړ شو.
د سيمون څلور زامن وُو: امنون، رِنه، بِنحنان او تيلون. د يسعى دوه زامن وُو: زوحت او بِنزوحت.
د شمعون قبيلې نور پينځۀ سوه کسان نمرخاتۀ طرف ادوم ته لاړل. د هغوئ مشرى د يسعى زامنو کوله: فلطياه، نعرياه، رفاياه او عُزىاېل.