Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 2:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 او د سجوب يو زوئ وو چې نوم يې يائير وو. يائير د جِلعاد په علاقه کښې په درويشتو ښارونو باندې حکومت کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 2:22
7 Iomraidhean Croise  

کله چې حصرون د شپېتو کالو وو، نو هغۀ د مکير د لور سره وادۀ وکړو، چې د جِلعاد خور وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې سجوب وو،


خو د جسور او شام حکومتونو هلته شپېتۀ ښارونه فتح کړل، چې په دې کښې د يائير او قنات کلى او د دې نزدې ښارونه شامل وُو. هلته چې څومره خلق اوسېدل هغوئ د مکير اولاد وو. مکير د جِلعاد پلار وو.


نو موسىٰ د مکير قبيلې له جِلعاد ورکړو او هغوئ هلته اوسېدل.


د منسى قبيلې، يائير حمله وکړه او څۀ کلى يې ونيول او د ”يائير کلى“ نوم يې ورباندې کېښودو.


د منسى قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کوم چې بسن دے او داسې د جسور او معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نوم کېښودو او دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نوم ياديږى.


”د منسى قبيلې مکير ته ما جِلعاد په حواله کړو.


د هغوئ علاقه تر محنايم پورې خوره وه او په دې کښې ټول بسن، د بسن بادشاه عوج ټوله بادشاهى او هم داسې په بسن کښې د يائير ټول شپېتۀ کلى هم شامل وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan