19 چې کله عزوبه مړه شوه نو کالب اِفراته وادۀ کړه او د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې حُور وو.
د حصرون زوئ کالب عزوبه وادۀ کړه او يوه لور يې ترې نه وشوله چې نوم يې يريعوت وو. د هغې درې زامن وُو: يشر، سوباب او اردون.
د حُور زوئ اورى وو او د هغۀ نمسے بضلىاېل وو.
د حصرون د مرګ نه پس، د هغۀ زوئ کالب اِفرات وادۀ کړه، چې د هغۀ د پلار کونډه وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې اشور وو، چې دې د تقوع پلار وو.
دا هم د کالب اولاد وو. حُور د کالب او د هغۀ د ښځې اِفرات مشر زوئ وو. د حُور زوئ سوبل د قِريَتيعريم ښار جوړ کړے وو.
يشوَع هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته موسىٰ فرمائيلى وُو او عماليقيانو سره يې جنګ وکړو او موسىٰ، هارون او حُور د غرۀ سر ته لاړل.
خو تۀ، اے د بيتلحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.