18 د حصرون زوئ کالب عزوبه وادۀ کړه او يوه لور يې ترې نه وشوله چې نوم يې يريعوت وو. د هغې درې زامن وُو: يشر، سوباب او اردون.
د هغۀ بلې لور ابىجيل د يتر سره وادۀ وکړو، چې د اِسمٰعيل د اولاد نه وو او د هغوئ يو زوئ پېدا شو چې نوم يې عماسا وو.
چې کله عزوبه مړه شوه نو کالب اِفراته وادۀ کړه او د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې حُور وو.
د حصرون د مرګ نه پس، د هغۀ زوئ کالب اِفرات وادۀ کړه، چې د هغۀ د پلار کونډه وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې اشور وو، چې دې د تقوع پلار وو.
د يرحمئيل د ورور د کالب د مشر زوئ نوم ميسا وو. ميسا د زيف پلار وو، چې دې د مريسه پلار وو چې هغه د حبرون پلار وو.
د کالب يوه وينځه وه چې نوم يې عيفه وو او د هغې نه يې درې نور زامن وُو: حاران، موضا او جازز. د حاران هم يو زوئ وو چې نوم يې جازز وو.
د حصرون درې زامن يرحمئيل، رام او کلوبى وُو.
دا د يهوداه څۀ اولاد دے: فارص، حصرون، کرمى، حُور او سوبل.