17 د هغۀ بلې لور ابىجيل د يتر سره وادۀ وکړو، چې د اِسمٰعيل د اولاد نه وو او د هغوئ يو زوئ پېدا شو چې نوم يې عماسا وو.
ابىسلوم د يوآب په ځائ عماسا د لښکر مشر جوړ کړے وو. عماسا د اِسمٰعيلى اِتر زوئ وو، د هغۀ مور ابىجيل وه، چې هغه د ناحس لور او د يوآب د مور ضروياه خور وه.
داؤد هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې عماسا ته ووائى، ”تۀ زما رشتهدار يې. د نن نه زۀ تا د يوآب په ځائ د لښکر مشر مقرروم. خو کۀ ما داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک دې ما هلاک کړى.“
او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بېګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو.
د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د امن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بېګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذمه وارى يې په خپل سر ده.
د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.
د هغۀ دوه لوڼه ضروياه او ابىجيل هم وې. د يَسى د لور ضروياه درې زامن وُو: ابيشى، يوآب او عساهيل.
د حصرون زوئ کالب عزوبه وادۀ کړه او يوه لور يې ترې نه وشوله چې نوم يې يريعوت وو. د هغې درې زامن وُو: يشر، سوباب او اردون.