Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 2:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د هغۀ دوه لوڼه ضروياه او ابى‌جيل هم وې. د يَسى د لور ضروياه درې زامن وُو: ابيشى، يوآب او عساهيل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 2:16
11 Iomraidhean Croise  

يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابى‌سلوم ډېر زيات ياديږى،


ابى‌سلوم د يوآب په ځائ عماسا د لښکر مشر جوړ کړے وو. عماسا د اِسمٰعيلى اِتر زوئ وو، د هغۀ مور ابى‌جيل وه، چې هغه د ناحس لور او د يوآب د مور ضروياه خور وه.


خو داؤد ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”ستاسو نه چا مشوره غوښتې ده؟ تاسو نن زما دشمنان شوى يئ؟ زۀ اوس هغه څوک يم چې د بنى اِسرائيلو بادشاه يم او نن به يو بنى اِسرائيلے هم نۀ شى وژلے.“


يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه او د داؤد نور آفسران د هغوئ سره د ډنډ سره مِلاو شول، چرته چې هغوئ ټول کښېناستل، يوه ډله د ډنډ په يو طرف او بله ډله د ډنډ په بل طرف ناسته وه.


اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم او د ضروياه دا زامن قابو کولے نۀ شم. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى.“


د يوآب ورور ابيشے د هغه درېو مشهورو کسانو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درې سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او هغوئ يې ووژل او د هغه درېو په شان مشهور شو.


د هغۀ بلې لور ابى‌جيل د يتر سره وادۀ وکړو، چې د اِسمٰعيل د اولاد نه وو او د هغوئ يو زوئ پېدا شو چې نوم يې عماسا وو.


بيا داؤد د اخيمُلک حِتى او د يوآب ورور ابيشى (د دوئ مور ضروياه وه) نه تپوس وکړو، ”په تاسو دواړو کښې به کوم يو ما سره د ساؤل کېمپ ته لاړ شى؟“ ابيشى ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به درسره لاړ شم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan