13 د يَسى اووۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب باندې هغوئ داسې وُو: اِلياب، ابينداب، سِمعه،
خو د هغۀ يو چالاک دوست وو چې نوم يې يوندب وو. دا سړے د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.
يوآب او د هغۀ سړو د عساهيل لاش واخستلو او په بيتلحم کښې د خپل خاندان په قبر کښې يې ښخ کړو. بيا هغوئ ټوله شپه مزل وکړو او سحر وختى حبرون ته واپس ورسېدل.
عوبيد او يَسى.
نتنىايل، ردى،
کله چې هغۀ په بنى اِسرائيلو پورې ټوقې وکړې، نو يونتن هغه ووژلو، يونتن د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.
نو داؤد د يَسى زوئ وو، چې هغه په يهوداه کښې د بيتلحم افراتے وو. د يَسى اتۀ زامن وُو او په هغه وخت کښې چې ساؤل بادشاه وو، هغه يو بوډا سړے وو.
د هغۀ درې مشران زامن د ساؤل سره جنګ له تلى وُو. د ټولو مشر اِلياب وو، ورپسې ابينداب وو او درېم سِمعه وو.
د داؤد مشر ورور اِلياب د داؤد خبرې واورېدلې چې د سړو سره يې کولې. هغه داؤد ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ ستا د ګډو خيال څوک ساتى چې کومې په بيابان کښې دى؟ ما ته پته ده چې تۀ څومره مغروره يې او ستا په زړۀ کښې څومره فساد دے. تۀ صِرف د جنګ ليدو له راغلے يې.“