9 عمونيان روان شول او د شاهى ښار ربه دروازې سره يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل او هغه بادشاهان چې کوم د مدد دپاره راغلى وُو نو هغوئ هم په کولاو مېدان کښې صفونه جوړ کړل.
عمونيان روان شول او د ربه په دروازه کښې يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل، کوم چې د هغوئ مرکزى ښار وو، خو هغه نورو يعنې شاميانو او د طوب او معکه سړو په مېدان کښې د جنګ تيارے وکړو.
بادشاه ورته وفرمائيل، ”څۀ چې تاسو ته ښۀ ښکارى نو زۀ به هم هغه شان کوم.“ نو چې کله د هغۀ سړى د زرګونو او سلګونو په ډلو کښې روان وُو نو هغه د ښار د دروازې په خوا کښې ايسار شو.
د شام بادشاه بِنحدد خپل ټول فوج راغونډ کړو او دوه دېرشو نورو بادشاهانو يې د خپلو آسونو او جنګى ګاډو سره ملګرتيا کوله، هغه روان شو، سامريه يې محاصره کړه او په دې باندې يې د حملې تيارے وکړو.
نو هغه دوه دېرش بادشاهان د مشرۍ نه لرې کړه او د هغوئ په ځائ فوجى مشران مقرر کړه.
يوآب ته پته ولګېده چې د دشمن لښکر به په هغۀ باندې د مخې او شا د طرف نه حمله وکړى، نو هغۀ ښۀ تکړه بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او هغوئ يې د جنګ دپاره شاميانو ته مخامخ ودرول.
کله چې داؤد د حالاتو نه خبر شو، نو هغۀ يوآب او ټول لښکر ورولېږلو.
ابياه د څلورو لاکو فوجيانو يو لښکر جوړ کړو او يربعام د اتو لاکو فوجيانو سره د هغۀ مقابله وکړه.
آسا د هغۀ سره د جنګ دپاره لاړو او د مريسه سره نزدې د صفاته په مېدان کښې يې دواړو طرفونو ته د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.
هغه به هغه کسانو له د اِنصاف جذبه ورکړى چې څوک د قاضيانو په توګه کار کوى او هغوئ له به حوصله ورکړى چې څوک د حملې نه د ښار د دروازو حِفاظت کوى.
هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى.
د جنګى ګاډو د شور په شان هغوئ د غرونو په څوکو په ټوپونو تېريږى، او داسې ټسار کوى لکه کله چې اور ګياه سوزوى او يا لکه چې طاقتور فوج جنګ ته روان وى.
ساؤل او د بنى اِسرائيلو لښکر د ايله وادۍ سره راغونډ شُو او د فلستيانو خِلاف يې صفونه جوړ کړل.