8 کله چې داؤد د حالاتو نه خبر شو، نو هغۀ يوآب او ټول لښکر ورولېږلو.
داؤد وفرمائيل، ”کوم يو سړے چې اول په يبوسيانو حمله وکړى نو هغه به د لښکر مشر وى.“ يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ اول حمله وکړه او هغه د لښکر مشر شو.
هغۀ دوه دېرش زره جنګى ګاډۍ چې هغوئ په کرايه ونيولې او د معکه بادشاه لښکر راغلو او د ميدبا سره نزدې يې خېمې ولګولې. عمونيان هم د خپلو ټولو ښارونو نه راووتل او د جنګ دپاره تيار شول.
عمونيان روان شول او د شاهى ښار ربه دروازې سره يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل او هغه بادشاهان چې کوم د مدد دپاره راغلى وُو نو هغوئ هم په کولاو مېدان کښې صفونه جوړ کړل.