7 هغۀ دوه دېرش زره جنګى ګاډۍ چې هغوئ په کرايه ونيولې او د معکه بادشاه لښکر راغلو او د ميدبا سره نزدې يې خېمې ولګولې. عمونيان هم د خپلو ټولو ښارونو نه راووتل او د جنګ دپاره تيار شول.
کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيترِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.
داؤد د هغۀ يو زر جنګى ګاډۍ، اووۀ زره په آسونو سوارۀ سړى او شل زره پياده فوجيان ونيول. هغۀ دومره آسونه پرېښودل چې د سلو جنګى ګاډو دپاره کافى وُو او باقى چې کوم پاتې وُو نو هغه ټول يې ګوډ کړل.
کله چې داؤد د حالاتو نه خبر شو، نو هغۀ يوآب او ټول لښکر ورولېږلو.
د ايتهوپيا بادشاه زارح د لسو لاکو سړو د لښکر او د درېو سوو جنګى ګاډو سره په يهوداه حمله وکړه او د مريسه پورې وړاندې لاړو.
د مِصريانو لښکر، سره د ټولو آسونو، جنګى ګاډو او په آسونو سوارۀ کسان په دوئ پسې وُو او هلته ور ورسېدل چرته يې د درياب سره فىهخيروت او بعلصفون ته نزدې خېمې لګولې وې.
د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى.
خو د هغوئ اولاد تباه شوے دے، د حسبون نه واخله تر ديبون پورې، د نشيم نه واخله تر نفح پورې، چې ميدبا ته نزدې دے.“
د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه د عروعير پورې او د هغه وادۍ تر مينځ ښار پورې خوره وه او په دې کښې د ميدبا نه ګېرچاپېره ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.
د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه تر عروعير او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار پورې خوره شوه او په دې کښې د ميدبا نه واخله تر ديبون پورې ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.
د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو.
فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيتآون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.