Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 19:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے چې داؤد د غمرازۍ دپاره کوم سړى رالېږلى دى نو په دې وجه ستا د پلار عزت کيږى څۀ؟ په حقيقت کښې داسې نۀ ده. هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې مُلک ولټوى، او فتح يې کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 19:3
12 Iomraidhean Croise  

د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې داؤد ستا د پلار درناوے کوى چې هغۀ دا کسان د همدردۍ دپاره درلېږلى دى؟ بلکل نه، هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې ښار ولټوى او په مونږ باندې فتح حاصله کړى.“


داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به حنون ته خپله وفادارى هم هغه شان ښايم لکه څنګه چې د هغۀ پلار ناحس ما ته وفادارى ښودلې وه.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ ته د خپلې غمرازۍ اظهار وکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل او حنون بادشاه هغوئ راوغوښتل،


نو حنون د داؤد پېغام وړُونکى ونيول او د هغوئ نه يې ږيرې کلې کړې، د هغوئ چُوغې يې د کوناټو سره پرې کړې او هغوئ يې ولېږل.


نو د دان د قبيلې د ټولو کورَنو نه پينځۀ تکړه سړى خوښ کړل. هغوئ يې د صُرعا او اِستال ښارونو نه ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”د هغه مُلک تحقيق وکړئ او ويې لټوئ.“ کله چې هغوئ د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدل، نو هغوئ د ميکاه په کور کښې ايسار شول.


خو فلستى مشران اکيس ته په غصه وُو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا کس واپس هغه ښار ته ولېږه کوم چې تا ورکړے دے. هغه مۀ پرېږده چې مونږ سره جنګ له لاړ شى، کېدے شى چې هغه په جنګ کښې زمونږ خِلاف شى. په دې کښې څۀ شک نشته چې هغه به د خپل نېک خوشحالولو دپاره زمونږ د سړو سرونه قلم کړى.


اکيس ورته ووئيل، ”زۀ دا منم، زۀ تا د خُدائ پاک د فرښتې په شان وفادار ګڼم. خو هغه نورو بادشاهانو وئيلى دى چې تۀ زمونږ سره جنګ له نۀ شې تلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan