Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 19:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به حنون ته خپله وفادارى هم هغه شان ښايم لکه څنګه چې د هغۀ پلار ناحس ما ته وفادارى ښودلې وه.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ ته د خپلې غمرازۍ اظهار وکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل او حنون بادشاه هغوئ راوغوښتل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 19:2
14 Iomraidhean Croise  

يوه ورځ داؤد تپوس وکړو، ”د ساؤل د خاندان څوک پاتې دى؟ کۀ څوک وى نو د يونتن د خاطره به زۀ پرې مهربان شم.“


داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“


نو هغۀ جيحازى ته وفرمائيل، ”هغې ته ووايه چې زمونږ د ضرورتونو پوره کولو دپاره يې کوم تکليف کړے دے نو د دې په بدل کښې زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم. کېدے شى چې هغه ما ته ووائى چې بادشاه يا د فوج مشر له لاړ شم او د هغې سفارش وکړم.“ هغې ورته ووئيل، ”زما خلق زما خيال ساتى.“


څۀ موده وروستو عمونے بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه جوړ شو.


نو د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے چې داؤد د غمرازۍ دپاره کوم سړى رالېږلى دى نو په دې وجه ستا د پلار عزت کيږى څۀ؟ په حقيقت کښې داسې نۀ ده. هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې مُلک ولټوى، او فتح يې کړى.“


کله چې د موسىٰ شريعت خلقو ته په اوچت آواز لوستلے شو، نو هغوئ دې آياتونو ته راغلل چې وائ، يو عمونى او موآبى ته به هم دا اجازت نۀ وى چې د خُدائ پاک په ډله کښې داخل شى.


طوبياه هلته د هغۀ په څنګ کښې ولاړ وو او دا خبره يې وکړه، ”هغوئ څۀ قسم دېوال جوړولے شى؟ داسې چې يو لومبړه يې هم راغورزولے شى.“


خو کله چې سنبلط، طوبياه، او د عربو، د عمون او د اشدود خلقو واورېدل چې د يروشلم د دېوال د بيا جوړېدلو کار شروع شوے وو او چې د دېوال غورزېدلى ځايونه بيا جوړيږى نو هغوئ سخت غصه شُو.


بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مونږ د دې په بدل کښې د مردکى څنګه درناوے کړے دے او څۀ مو اِنعام ورکړے دے؟“ نو د هغۀ نوکرانو جواب ورکړو، ”د هغۀ دپاره هيڅ نۀ دى شوى.“


خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ په خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو.


او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو.


کله چې داؤد صِقلاج ته راواپس شو، نو هغۀ خپلو ملګرو له په مالِ غنيمت کښې د دې پېغام سره برخه ولېږله چې هغوئ د يهوداه مشران وُو، ”دا ستاسو دپاره په هغه مالِ غنيمت کښې تُحفه ده چې مونږ د مالِک خُدائ د دشمنانو نه اخستے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan