Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 19:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 کله چې هغه بادشاهانو ته پته لګېده کوم چې د هدد‌عزر د بادشاهۍ لاندې وُو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ د داؤد سره د امن تړون وکړو او د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل. شاميانو بيا هيڅکله دا ونۀ غوښتل چې د عمونيانو مدد وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 19:19
13 Iomraidhean Croise  

څۀ موده وروستو د عمون بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه شو.


چې د هدد‌عزر اختيار لاندې بادشاهانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ ورسره صُلح وکړه او د هغوئ ماتحت شول. او شاميان د عمونيانو سره د نورې ملګرتيا کولو نه يرېدل.


د شام بادشاه بِن‌حدد خپل ټول فوج راغونډ کړو او دوه دېرشو نورو بادشاهانو يې د خپلو آسونو او جنګى ګاډو سره ملګرتيا کوله، هغه روان شو، سامريه يې محاصره کړه او په دې باندې يې د حملې تيارے وکړو.


بِن‌حدد ته د اخى‌اب جواب په هغه وخت کښې مِلاو شو چې هغۀ او نورو بادشاهانو په خپلو خېمو کښې مے څښل. هغۀ خپلو سړو له حُکم ورکړو چې په ښار باندې د حملې دپاره تيار شئ، نو هغوئ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.


د داؤد شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او مالِک خُدائ ټول قومونه د هغۀ نه يرول.


او بنى اِسرائيلو د شاميانو فوج واپس وشړلو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ زره د شام د جنګى ګاډو چلوونکى او څلوېښت زره پېدل فوجيان ووژل. هغوئ د شاميانو د فوج مشر، سوفک هم ووژلو.


په ورپسې سپرلى کښې، د کال په هغه وخت کښې چې بادشاهان عموماً د جنګ دپاره ځى، يوآب لښکر روان کړو او د عمون مُلک يې تباه کړو، اګر چې داؤد بادشاه په يروشلم کښې ايسار وو. هغوئ د ربه ښار محاصره کړو او په دې يې حمله وکړه او تباه يې کړو.


ما له دې راکړو طاقت د جنګ دپاره، تا دشمنان په پښو کښې وغورزول زما دپاره.


منى هغوئ زما امر چې کله شى خبر زما، بهرنى قومونه سرونه ټيټوى په وړاندې زما.


هغۀ وئيل چې، ”زما هر يو فوجى مشر بادشاه دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan