11 هغۀ باقى پاتې فوجيان د خپل ورور ابيشى د مشرۍ لاندې راوستل، چې هغۀ دوئ د جنګ دپاره عمونيانو ته مخامخ ودرول.
د يوآب ورور ابيشے د هغه درېو مشهورو کسانو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درې سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او هغوئ يې ووژل او د هغه درېو په شان مشهور شو.
ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل.
يوآب ته پته ولګېده چې د دشمن لښکر به په هغۀ باندې د مخې او شا د طرف نه حمله وکړى، نو هغۀ ښۀ تکړه بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او هغوئ يې د جنګ دپاره شاميانو ته مخامخ ودرول.
يوآب هغۀ ته ووئيل، ”کۀ تا ته پته ولګى چې شاميان ما له شکست راکوى، نو راشه او زما مدد وکړه او کۀ عمونيان تا له شکست درکوى، نو زۀ به درشم او ستا مدد به وکړم.
عمونيان روان شول او د شاهى ښار ربه دروازې سره يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل او هغه بادشاهان چې کوم د مدد دپاره راغلى وُو نو هغوئ هم په کولاو مېدان کښې صفونه جوړ کړل.