1 څۀ موده وروستو عمونے بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه جوړ شو.
د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو، او د داؤد زامنو د هغۀ په خِدمت کښې لوئې عُهدې لرلې.
داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به حنون ته خپله وفادارى هم هغه شان ښايم لکه څنګه چې د هغۀ پلار ناحس ما ته وفادارى ښودلې وه.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ ته د خپلې غمرازۍ اظهار وکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل او حنون بادشاه هغوئ راوغوښتل،
خو کله چې تاسو وليدل چې د عمون بادشاه ناحس په تاسو حمله کوى، نو تاسو مالِک خُدائ رد کړو اګر چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو بادشاه وو خو تاسو بيا هم ما ته ووئيل چې مونږ يو بادشاه غواړُو چې په مونږ بادشاهى کوى.