9 د حمات بادشاه توعو خبر شو چې داؤد د هددعزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.
د حمات بادشاه توعى خبر شو چې داؤد د هددعزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.
نو هغۀ خپل زوئ هدورام ورولېږلو چې داؤد بادشاه ته ستړى مشى وکړى او په هددعزر باندې د فتح موندلو مبارکى ورکړى، چې د هغۀ خِلاف توعو څو ځلې جنګېدلے وو. هدورام داؤد له تُحفې راوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.
هغۀ د طِبخت او قون ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل، چې په دې ښارونو باندې هددعزر بادشاهى کوله. وروستو سليمان دا د زېړو ډيګۍ، ستنو او د عبادتخانې د زېړو د لوښو جوړولو دپاره استعمال کړل.
حنون بادشاه او عمونيانو ته پته ولګېده چې هغوئ داؤد بادشاه غصه کړے دے، نو هغوئ څلور دېرش زره کلو سپين زر ورکړل چې د برنى مسوپتاميه او د شامى علاقو معکه او ضوباه نه جنګى ګاډۍ او د ګاډو چلوونکى په مزدورۍ ونيسى.