Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 18:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغۀ د طِبخت او قون ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل، چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر بادشاهى کوله. وروستو سليمان دا د زېړو ډيګۍ، ستنو او د عبادتخانې د زېړو د لوښو جوړولو دپاره استعمال کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 18:8
10 Iomraidhean Croise  

هغۀ د بطاه او بيروتى ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر حکومت کولو.


داؤد د سرو زرو هغه ډالونه قبضه کړل چې کوم د هدد‌عزر آفسرانو وړل او دا يې يروشلم ته يوړل.


د حمات بادشاه توعو خبر شو چې داؤد د هدد‌عزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.


او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.


بادشاه دوه ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً اوولس ګزه لوړه وه او د خُدائ پاک د کور په مخکښې يې ولګولې. د هرې ستنې دپاسه تقريباً درې ګزه لوړ تاجونه وُو.


حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ دا هر څۀ هغسې مکمل کړل چې څنګه يې د سليمان بادشاه سره وعده کړې وه چې د خُدائ پاک د کور دپاره به يې جوړوى: دوه ستنې، د ستنو دپاسه دوه د جامونو په شان تاجونه، په هر تاج باندې د زنځير د کَړو شکلونه، د زېړو څلور سوه انار چې د هر تاج نه ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، يوه ډيګۍ، دولس غوَيى چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او درې غاښى. د کاريګرو مشر حيرام دا هر څۀ د پړقېدونکو زېړو نه جوړ کړل، لکه څنګه چې سليمان بادشاه حُکم کړے وو، چې دا دې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan