3 بيا، داؤد د ضوباه بادشاه هددعزر له شکست ورکړو او د حمات پورې لاړو، ځکه چې کله هددعزر مخ په وړاندې تلو نو د فرات سيند پورې علاقه يې قبضه کړه.
نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،
کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيترِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.
بيا داؤد د شام د مُلک د ضوباه بادشاه له شکست ورکړو، چې د هغۀ نوم هددعزر وو او دې د رِحوب زوئ وو، دا په هغه وخت کښې وشول چې کله هددعزر د پاسنى فرات سره علاقې بيا نيولو له روان وو.
هغۀ موآبيانو له هم شکست ورکړو، او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.
داؤد د هغۀ يو زر جنګى ګاډۍ، اووۀ زره په آسونو سوارۀ سړى او شل زره پياده فوجيان ونيول. هغۀ دومره آسونه پرېښودل چې د سلو جنګى ګاډو دپاره کافى وُو او باقى چې کوم پاتې وُو نو هغه ټول يې ګوډ کړل.
سليمان بيا حمات ضوباه ته لاړو او دا علاقه يې قبضه کړه
هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې.
تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.
تا په زمکه زلزله راوستله او هغه وشلېدله، ځکه چې ټوله خوځيږى چاؤدونه يې بند کړه.
زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.
کله چې ساؤل د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، نو هغۀ د خپلو ټولو دشمنانو سره په هر ځائ کښې جنګ کولو يعنې د موآب خلقو، عمونيانو، ادوميانو، د ضوباه بادشاهانو او فلستيانو سره. هغۀ چې چرته هم جنګ کولو نو هغه کاميابېدو.