Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 18:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 داؤد بادشاه دا څيزونه وقف کړل چې په عبادت کښې استعمال شى، سره د هغه سپينو او سرو زرو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو لکه چې ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 18:11
20 Iomraidhean Croise  

کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د مالِک خُدائ دکور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو. يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.


د يهوداه بادشاه يوآس هغه ټولې نذرانې واخستلې چې د هغۀ پلار نيکۀ يهوسفط، يهورام او اخزياه مالِک خُدائ ته وقف کړې وې او د دې سره يې خپلې نذرانې او د مالِک خُدائ کور او د محل د خزانو ټول سرۀ زر يې هم ورسره يو ځائ کړل او دا هر څۀ يې حِزائيل بادشاه له په تُحفه کښې ولېږل، نو خزائيل بادشاه بيا خپل فوج د يروشلم نه واپس بوتلو.


نو هغۀ خپل زوئ هدورام ورولېږلو چې داؤد بادشاه ته ستړى مشى وکړى او په هدد‌عزر باندې د فتح موندلو مبارکى ورکړى، چې د هغۀ خِلاف توعو څو ځلې جنګېدلے وو. هدورام داؤد له تُحفې راوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.


ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل.


او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.


نور ليويان د مالِک خُدائ د کور د ګودامونو ذمه وار وُو او په هغه ګودامونو کښې خُدائ پاک ته وقف شوى څيزونه پراتۀ وُو.


خو بيا هم په حقيقت کښې زۀ او زما خلق تا له هيڅ هم نۀ شُو درکولے، ځکه چې هر يو څيز ستا د طرف نه نعمت دے او مونږ صِرف تا له هغه څۀ واپس درکړى دى چې څۀ ستا وُو.


کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د خُدائ پاک د کور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل کوم چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.


مالِک خُدائ ته يوه نذرانه پېش کړئ. د چا زړۀ چې غواړى نو داسې څيزونه په نذرانه کښې راوړلے شئ لکه سرۀ زر، سپين زر، يا زېړ،


پاڅه او مُلکونه غوبل کړه، اے صيون لورې، ځکه چې زۀ به تا له د اوسپنې ښکر درکړم، زۀ به تا ته د پيتلو نوکونه درکړم او تۀ به ډېر قومونه ټوټه ټوټه کړې. تۀ به د هغوئ هغه مال چې په ظلم زياتى يې حاصل کړے دے مالِک خُدائ ته وقف کړې او د هغوئ دولت به د ټولې دُنيا مالِک ته پېش کړې.


هر څۀ چې د سپينو زرو، سرو زرو، زېړو يا د اوسپنې نه جوړ وى هغه به مالِک خُدائ ته وقف کړے شى. او هغه به د مالِک خُدائ په خزانه کښې کېښودے شى.“


بيا هغوئ ښار او په هغې کښې هر څۀ وسوزول، خو صِرف سرۀ زر، سپين زر، زېړ او اوسپنه هغوئ پرېښودل او د مالِک خُدائ په خزانه کښې يې کېښودل.


داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ستا نېک څوک دے او تۀ د کوم ځائ يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د مِصر يم او د يو عماليقى غلام يم. زما نېک زۀ درې ورځې مخکښې د ځان نه شاته پرېښے يم ځکه چې زۀ بيمار وم.


هغۀ ټولې ګډې او څاروى واپس واخستل، د هغۀ سړو ټول څاروى د هغوئ په مخکښې روان کړل او هغوئ او وئيل چې، ”دا د داؤد مالِ غنيمت دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan