Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 18:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو هغۀ خپل زوئ هدورام ورولېږلو چې داؤد بادشاه ته ستړى مشى وکړى او په هدد‌عزر باندې د فتح موندلو مبارکى ورکړى، چې د هغۀ خِلاف توعو څو ځلې جنګېدلے وو. هدورام داؤد له تُحفې راوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 18:10
6 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ خپل زوئ يورام بادشاه داؤد له ولېږلو او په هدد‌عزر باندې د فتحې مبارکى يې ورکړه، چې د هغۀ خِلاف توعى څو ځلې جنګ کړے وو. يورام داؤد له تُحفې يوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.


داؤد بادشاه دا څيزونه وقف کړل چې په عبادت کښې استعمال شى، سره د هغه سپينو او سرو زرو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو لکه چې ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق.


د حمات بادشاه توعو خبر شو چې داؤد د هدد‌عزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.


د شيبا مُلک مَلِکه د سليمان شُهرت نه خبر شوه او هغه يروشلم ته راغله چې په مشکلو سوالونو د هغۀ امتحان واخلى. هغې ځان سره يوه لويه ډله راوسته او داسې اوښان يې هم راوستل چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او په لوئ مِقدار کښې په سرو زرو باندې بار وُو. هغه سليمان له راغله او چې د هغې په ذهن کښې څۀ هم وُو نو د سليمان سره يې د هغې په حقله خبرې وکړې.


تقريباً هم په هغه وخت د بابل بادشاه د بلدان زوئ مرودک‌بلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار وو او اوس روغ شوے دے، نو مرودک‌بلدان ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan