اول تواريخ 17:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 تۀ چې چرته هم تلے يې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړے دے. زۀ به تا د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم. Faic an caibideil |
ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او هلته مې آباد کړى دى، چې هلته به هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى او ما ورباندې قاضيان مقرر کړى وُو تر نن ورځې پورې په هغوئ باندې ظالمان خلق زياتے کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ دا وعده کوم چې زۀ به ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړم او اولاد به درکړم.