26 مالِکه خُدايه، تۀ خُدائ پاک يې او تا د خپل خِدمت کوونکى سره د دې ښو څيزونو وعده کړې ده.
زما خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې دا هر څۀ تا خپل خِدمت کوونکى يعنې ما ته څرګند کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما اولاد نه بادشاهان جوړوې.
نو زۀ تا ته سوال کوم چې زما اولاد له برکت ورکړه. مالِکه خُدايه، هغوئ به د همېشه دپاره ستا په برکت کښې پاتې شى او ستا برکت دې د همېشه دپاره د هغوئ سره وى.“
دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.