25 زما خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې دا هر څۀ تا خپل خِدمت کوونکى يعنې ما ته څرګند کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما اولاد نه بادشاهان جوړوې.
ستا شُهرت به لوئ وى او خلق به د تل دپاره وائى چې، ”ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.“ او تۀ به د همېشه دپاره زما د اولاد د بادشاهۍ حِفاظت کوې.
مالِکه خُدايه، تۀ خُدائ پاک يې او تا د خپل خِدمت کوونکى سره د دې ښو څيزونو وعده کړې ده.
اے مالِکه خُدايه، تا په خپله سوال زارى د مظلومانو واورېدله، تۀ هغوئ ډاډه کوې او سوالونه يې اورې،
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم،
يوه ورځ مخکښې مالِک خُدائ سموئيل ته فرمائيلى وُو،