24 ستا شُهرت به لوئ وى او خلق به د تل دپاره وائى چې، ”ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.“ او تۀ به د همېشه دپاره زما د اولاد د بادشاهۍ حِفاظت کوې.
زما خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې دا هر څۀ تا خپل خِدمت کوونکى يعنې ما ته څرګند کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما اولاد نه بادشاهان جوړوې.
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.
ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.