د زمکې په مخ د بنى اِسرائيلو په شان بل قوم نشته، کوم چې تا په بيعه د غلامۍ نه آزاد کړل چې ستا خپل خلق شى. تا چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم مشهور شو. تا خپل خلق د مِصر نه آزاد کړل او چې کله هغوئ مخ په وړاندې تلل نو تا هغه نور قومونه وشړل.
دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“