14 زۀ به هغه زما د کور او زما د بادشاهۍ د همېشه دپاره مشر جوړ کړم. د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ ختميږى.“
زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى. زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، چې هغه ما د دې دپاره لرې کړو چې تۀ بادشاه شې.
ناتن داؤد ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ ورته په رويا کښې ښودلى وُو او کلام يې هم ورسره کړے وو.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر، ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“
د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى، ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى. ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى، او هغوئ دې ورته بختور ووائى،
د هغۀ د نسل سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى. زما په وړاندې به د هغۀ تخت لکه د نمر په شان قائم وى.
خو مسيح د زوئ په حيثيت د خُدائ په کور اختيارمند دے، او مونږ د هغۀ کور يُو کۀ چرې مونږ په هغه اعتماد او فخر قائم پاتې شُو چې د اُميد سره تعلق ساتى.