7 هم په هغه ورځ داؤد آسف او د هغۀ ليويانو له د مالِک خُدائ د ثناء صِفت کولو ذمه وارى ورکړه.
کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل،
او دې دوو اِمامانو بناياه او يحزىايل به د لوظ صندوق په وړاندې هره ورځ بيګلې غږولې.
بادشاه د قوم مشرانو ليويانو ته وفرمائيل چې د مالِک خُدائ د ثناء صِفت هغه سندرې ووايئ کومې چې د داؤد او د آسف پېغمبر په ذريعه ليکلے شوې وې. نو هر يو د لوئې خوشحالۍ سره او سندرې ووئيلې هغوئ د خُدائ پاک په وړاندې په زنګنونو او ټيټ شول او د هغۀ عبادت يې وکړو.
دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمىاېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه، په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان، ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.
اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.